د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو په برخه کې د بشري مرستو پروګرام له تخنیکي مرستیال سره د همغږي ناسته ترسره کړه
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي محمدکریم فاتح د اوبو په برخه کې د بشري مرستو پروګرام له تخنیکی مرستیال ښاغلي انجنیر فرهاد نورزي سره د پروژو د غوره پلي کېدو په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه.
د دې ناستې په پيل کې، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس د یاد ولایت په کچه د اوبو پر اوسني وضعیت باندې ړنا واچوله.
وروسته، د یاد پروګرام تخنیکي مرستیال د خپلو چارو او کړنو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او د چارو پرمخ وړلو کې یې د همغږي او همکاري غوښتنه وکړه.
