د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې او د پکتیا ولایت د اوبو رسونې د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۶:۵۴
1

 د غه ناسته د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او د دغه ریاست د سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او د پکتیا ولایت د اوبو رسونې آمر محترم مفتي وحیدالله سباوون او مل پلاوي په ګډون ترسره شوه.

 په دغه ناسته کې، په پکتیا ولایت کې استوګنیزو کورونو او ښارګوټو ته د نل لیکې له لارې د اوبو رسولو، د ډیزاین شوې شبکې د پلي کولو  او پراختیا او ټولو ادارو ته د ښاري اوبو رسونې شبکې له لارې د اوبو رسولو په هکله بحث او د اندونو تبادله شوه.

همدارنګه په دغه ناسته کې د نوموړو موضوعاتو د پلي کولو په موخه پر دوو اړخیزو همکاریو باندې ټينګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu