د پکتيا سينديزي فرعي حوزې رياست د کار په مقابل کې غذا ولايتي کمېټې د پينځمې ناستې کوربه و.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۶
1

د پکتيا ولايت د کار په مقابل کې غذا ولايتي کمېټې خپله پينځمه ناسته د کمېټې د غړيو رياستونو استازو په ګډون سره د پکتيا سينديزي فرعي حوزې رياست کې، په داسې حال کې ترسره کړه، چې د ولايت مقام د بشري سرچينو رئیس مولوي عبدالمالک يې مشري کوله.

دغه ناسته چې، د کار د عملاً پېلېدو د امکاناتو په بسيج کولو او د خپل منځي لا ښې همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، د پېل وينا يې د ولايت مقام د بشري سرچينو رئیس مولوي عبدالمالک وکړه نوموړي د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل د کار په مقابل کې غذا پروسې په اړه يې خپل مالومات له ګډونوالو سره شريک کړل او د يادې کمېټې د اړتياوو پوره کولو ژمنه يې وکړه.

په ياده کمېټه کې د کليو او پراختيا رياست استازي حبیب الله خوشحال د يادې پروسې د کار پر ډول، څرنګوالي او ميکانيزم هر اړخيز بحث ورکړ.

د سينديزي فرعي حوزې رياست استازي نقيب الله صادق د دې پروسې د چارو د ښه پرمخ وړلو او غوره مديريت په موخه ترتیب شوي تخنيكي اړين اسناد له ګډونوالو سره شريک کړل، چې د ناستې ګډونوالو له لوري وستايل شول.

د پکتيا سينديزي فرعي حوزې رياست رئیس مولوي محمد کریم فاتح د ګډونوالو نظرونه د قدر وړ وبلل او د پرېکړې په ډول يې هغه جمع او وروستي کړل.

ددې لپاره چې، د يادې پروسې چارې چټکې، ګړندۍ او په دقيق ډول پرمخ ولاړې شي، څلور کاري ګډې تخنیکي ډلې رامنځته شوې؛ نوموړو ډلو ته د چارو د عملاً پېل کېدو په موخه مساويانه ساحې په نخښه شوې.

ياده دې وي چې د يادې پروسې عملاً چارې به په ډېر نېژدې وخت کې پېل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu