د پوهاوی پیغام!

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۴:۵۲
اخبار

د هیواد په ځینو سیندونو کې د روان کال د چنګاښ میاشتې د نیمیایی څخه د زمری میاشتې تر پایه پورې د اوبو د راپورته کېدل او د اوبو د کچی لوړوالی.
د سږکال د واورې پوښښ او زیرمو په پام کې نیولو سره، د سټلایتی انځورونو د څیړنو، د حرارت د درجی لوړوالی او په کابل او د آمو په پنځه سیندیز حوزو کی د سیندونو د ۱۰ کلنی ( ۲۰۰۸-۲۰۱۸) د اوبو د بهیر منځنۍ کچی د اندازه د ګرافونو تحلیل (چی د هغو د اوبو د سرچینو اساسی منابع د واورې او یخچالونو اوبه کیدل ده)په دی اساس د اوبو راپورته کېدلو موسم راغلی ده. له نېکه مرغه د (1398) په اوبیز کال کی په لوړو او غرنیو سیمو کې د اوبو زیرمی او د واورې پوښښ کچه د تیرو کلونو په پرتله لوړه ده، د واورې ضخامت او تراکم هم لوړ دی. چی د حرارت د زیاتوالي سره د د واورې ‌‌‌د چټک اوبه کیدولو امکان شتون لري او کیدلی شی د روان کال د چنګاښ میاشتې د نیمیایی څخه د زمری میاشتې تر پایه پورې د اوبو د راپورته کېدلو او د اوبو د کچی د لوړوالی سبب شي.
د کابل په سیندیزه حوزه کی د پنجشیر، سالنګ، نجراب، لغمان او کنر سیندونه او د آمو پنځه سیندیزه حوزه کی د بامیان، اندراب، بغلان، بنگی، تالقان، اشکاشم،آمو، پنج بالایی، او د کشم کوکچه سیندونو کی د اوبو د احتمالی راپورته کېدلو امکان شته. نو د ټولو هیوادوالو او قدرمنو خلکو څخه چې د سیند په غاړه او بهیر کې اوسیږي، غوښتنه کیږی چی د دې موضوع بشپړ ولری او د خپل شخصي او خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سیند سواحلو ته د نږدې کیدلو څخه مخنیوي وکړئ.
‌‌مهربانی وکری دا مهم پیغام شریک کړئ

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

25 رمضان 1447 هـ ق

23 حوت 1404 هـ ل

د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

بیرته تګ

User account menu