د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له پلاوي سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۵۷
1

د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې د پروژو له تخنیکي پلاوي سره وکتل او د دغې حوزې د پروژو د ارزولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي اماني د وزارت کورنۍ پلټنې پلاوي ته د دغې حوزې د پشپړ شوو پروژو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکو کاري پلانونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

په ورته مهال، د وزارت د کورنۍ پلټنې پلاوي هم د نوموړې حوزې رئيس ته د خپلو کاري برنامو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu