د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست نوی تخنیکي سلاکار همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۳۸
1

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د دغه ریاست نوی تخنیکي سلاکار محترم انجنیر آصف الله رحیمي د یوې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ریاست همکارانو ته ور وپېژاند.

ښاغلي حاجي حکمت په دغه غونډه کې په اداراتو کې ادلون، بدلون یو اصل وباله او نوي تخنیکي سلاکار ته په ورسپارل شوو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

همدارنګه، په دغه غونډه کې د نوموړي ریاست مخکیني سلاکار محترم انجنیر محمد عارف یوسفي او نوي سلاکار محترم انجنیر آصف الله رحیمي د موضوع اړوند خبرې وکړې.

دغه غونډه په د عائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu