د پروان ولایت په ولسواليو کې د ۱۴ ميليونو افغانیو په ارزښت د یوۀ استنادي دېوال د رغونې چارې پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۴
1

انجنير مجيب الرحمن حبیبي، د غوربند چاريکار سینديزې فرعي حوزې رئیس د پروان ولایت مرستيال په شتون کې، د ۱۴ ميليونو افغانيو په ارزښت د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د بګرام او جبل‌السراج په ولسواليو کې د ۱۴ سوه مترو په اوږدوالي د يو استنادي دېوال د رغونې پروژه پرانيستله.

د يادې سينديزې فرعي حوزې رئیس د نوموړي استنادي دېوال جوړېدو په پرانيست غونډه کې ډاډ ورکړ چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابونو د خطرونو څخه مخنيوی وشي او همدارنګه زياته يې کړه چې د دغۀ استنادي دېوال د جوړېدو پروژې به د راتلونکي څلورو مياشتو په موده کې بشپړې؛ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu