د پروان عمومي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنه رامنځته او رئيس یې وټاکل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۲۵
1

د پروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د اوبو د تنظیم په برخه کې د خلکو د ونډې اخیستنې او د پروان عمومي کانال د حفظ او مراقبت په موخه، د نوموړي کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنه رامنځته او د یوې ناستې په ترڅ کې د جبل السراج، سیدخېلو، سیدکرم، بګرام، د پروان مرکز او د کابل ولایت د قره باغ او کلکان ولسوالیو د اوبو ګټې اخیستونکو په شتون کې د نوموړي کانال رئيس، مرستیال، منشي او خزانه‌دار وټاکل شول.

د یادونې وړ ده، چې د دې ډول ټولنو رامنځته کول د اوبو د تنظیم، د اوبو شخړو د هوارولو او د اوبیزو تاسیساتو د حفظ او مراقبت په برخه کې مثبته اغېزې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu