د پرمختیايي پروژو د پلي کولو څارنې تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ د هیواد د سمندريزو سیمو د کارمندانو لپاره ترسره شوه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳۰ - ۹:۲
MEW

دغه ورکشاپ د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ښاغلي انجنير محمد ګل خُلمي، د اوبو معین ښاغلي خان محمد تکل، د دفتر مسول انجنیر فردین عظیمي، د سمندريزو حوزو ریسانو، د اوبو د فرعي څانګې انجنيرانو په ګډون نن شنبه د دلوې میاشتې په ۲۸ نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت په تالار کې جوړه شوې وو.
په پیل کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیرښاغلي انجنیر محمد ګل خُلمي د ورکشاپ د تنظیم کوونکو او میلمنو هرکلی وکړ او ويې ویل: "موږ خوشبخته یو چې نن موږ د هیواد د اوبو سرچینو مدیرانو سره یوو او د نن ورځې پروګرام هم د اوبو مدیریت د غوره والي لپاره جوړ شوی دی.
ښاغلی خُلمي د اوبو د مدیریت اهمیت ته په اشارې سره وویل: "مونږ د نړیوالو ملګرو په مرسته کولی د اوبو مدیریت په ښه توګه اداره کړو، ځکه چې د اقلیم بدلون او سږکال اورښتونو زموږ مسولیتونه ډیر درانه کړي دي، څنګه کیدلی شي د باران هر څاڅکي څخه په اغیزمنه توگه کارول کیدی شي، او مونږ څنګه کولی شو اوبه په موثره توګه کرنیزو ځمکو کې وکارو ، ترڅو موږ ظرفیت لوړ نه او زموږ د اوبو سرچینو څخه په ښه او غوره توګه مدیریت کړو.
په دوام یې د امو سکټور پنج پروژې ټیم لیډر ښاغلي جان،ورکشاپ کې تفصيلي معلومات وړاندې کړل.
وروسته د شلادیا کمپنۍ حمایوي مشاور ښاغلی وینایې د پروژو تخنیکي مشخصاتو نظارت او ودانولو، قرارداد سند، د قرارداد اداره، د کار پيل ، د ودانیزو موادو لابراتوار جوړول، د پروژې سروې ، د ساختماني کار، بشپړ کاري راپورونه، لنډمهاله تادیات، په ډیزاین کې بدلونونه، اضافه یا زیاتوالی، د جزایې تصدیق یا د کار اندازه، د ساحو پلي کولو کې تسلیم کول، بشپړې برخې، مرحله یا پړاو تسلیم کول ساتنه، د پروژې کاروونکي، وروستۍ تادیه، وروستی تایید، د تادیاتو تضمین، د ودانۍ څارنه، د کیفیت کنټرول مسؤولیت او امنیت، د ودانۍ د کار بهیر څارنه، او د پروژو د جدول یا کاري پلان د ورکشاپ ګډونوالو ته ارائه کړ.
د یادولو وړه ده چې ،دا ورکشاپ د ADB آسیا پرمختیایی بانک په مالي او تخنیکي همکارۍ د پنځه ورځو لپاره په لاره اچول شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu