د ١٢٠ وړکیو بندو د پروژو د کار چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۹ - ۹:۶
123

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې د تخنيکي معین انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ د ١٢٠ وړکیو بندونو د بیلابیلو پروژو چارو ته د رسیده ګۍ په موخه غونډه شوه.

ښاغلي بصیري په هېواد کې د اوبو د زېرمو د مدیریت په اړه خبرې وکړې و يې ويل چې د حکومت استراتیژي دادی چې په لومړي قدم کې اوبه مهار او ورسره په خوا کې خلکو ته کارموندنه وکړي.

ښاغلي بصیري د خپلو خبرو په دوام د یادو چارو پر ګړندي توب تاکید وکړ، ويې وویل چې اړوند مسولین دې په قرنطین موده کې په شرکتونو باندې کار چارې په شیفت ډول ترسره کړي، تر څو له یوې خوا و کولای شو یادې پروژې په ټاکل شوي وخت کې تطبیق کړو او له بلې خوا خلکو لپاره د کار کولو مصروفیت واوسي.

دغه راز ښاغلي بصیري په هیله مندۍ سره وویل چې د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې په را مينځ ته کېدو سره دغې ادارې په ټول هېواد کې د ١٢٠ وړو بندونو د جوړولو چارې پیل کړي او په ټول هېواد کې د شاوخوا ٤٠٠ نورو بیلابیلو پروژو پیژندنه، سروې او ډيزاین تر کار لاندې دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینراسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس  ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه ترسره شوه

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه د ریاست الوزرا د لوړ مقام د لارښوونې پر بنسټ د اړوندې کمېټې په همغږي سره په نوموړي ریاست کې ترسره شوه.

بیرته تګ

User account menu