د ولسي جرګې دوو غړو سره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس لیدنه

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۸:۵۵
77

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاری دفتر کې د ولسي جرګې دوو غړو حاجي خان محمد وردګ او محمد نعیم وردګ سره وکتل.

په دغه ناسته کې په میدان وردګو ولایت کې د اوبو براختیاي پروژو په ځانګړي ډول د اوبو لګولو بندونو، چکډمونو، د سربندونو بیارغولو، د اوبو لکولو کانالو او د سیند غاړو تحکیماتو باندې خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلی انجنیر خان محمد تکل په میدان وردګو ولایت کې د اوبو پراختيا پروژو د تطبیق په برخه کې هغوئ ته ډاډ ورکړ او وې وویل د هغو پروژو چې تر اوسه د سروې او ډيزاین چارې تر سره شوي ډير ژر به یې عملي چارې پيل شي.

د یادونې وړ ده چې په میدان وردګو ولایت کې د اوبو لکولو دوه بندونو جوړول د د دغې ادارې په پنځه کلن پلان کې شامل دي او د چکډم پروژو په برخه کې ۵ پروژې تر کار لاندې او ۱۲ تر پلان لاندې دي.

همدارنګه اوسمهال په میدان وردګو ولایت کې د سربندونو او کانالونو بیارغونې په برخه کې ۲۸ پروژې پلي شوي دي؛ د سیندغاړو تحکیماتو په برخه کې ۲۰ پروژې پلي شوي؛ ۲ پروژې تر کار لاندې دي او تر ۴۰ زیاتې پروژې د سروې، ډيزاین او پلان لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu