د هېواد د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۶:۳۵
1

د سترو پروژو د قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي د ناستو په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د اقتصاد وزرات، د مالیې وزارت، د ټولګټو وزارت او د تدارکاتو ملې ادارې د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، یاد پلاوي د اوبو او انرژي وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او بیاکتنې لاندې وینول او د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله یې بحث او دنظر تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د ۱۷ ګڼې مصوبې د څلورم بند د تحقق په موخه توظیف شوی، ترڅو ټول لوی قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او د هغوی د ستونزو او وضعیت په هکله بشپړ راپور چمتو او د اسلامي امارت له  کابینې سره شریک کړي. یاد پلاوي تر اوسه پورې د ګڼو ناستو په ترسره کولو سره د یو شمېر وزارتونو او بېلابېلو ادارو ستر قراردادونه څېړلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu