د هندي «شنکرانارایانا» شرکتونو د ډلې استازو د اوبو له معین سره په لیدنه کې د اوبو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د هندي «شنکرانارایانا» شرکتونو د ډلې له استازو سره لیدنه وکړه او د اوبو په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو د ډلې استازو په افغانستان کې د خپلې پانګونې لېوالتیا په ځانګړې توګه د اوبو د پروژو د پلي کولو په برخه کې څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د هغوی لېوالتیا وستایله او ویې ویل چې اوسمهال په افغانستان له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او د اوبو او انرژي وزارت رهبري د هر اړخیزې همکاري ترڅنګ، د دغه وزارت په پروژو کې د پانګونې هرکلی کوي.

په پای کې، دواړو لورو پر لازیاتو همغږیو او د ګډو همکاریو د چارو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu