د هلمند عمومي حوزوي ریاست او د هغه تر چتر لاندې ریاستونو لپاره د وړتیا لوړونې په موخه ښوونیزه برنامه پيل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۳۴
1

دغه ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم ریاست تر چتر لاندې د اوبو د تخصیص ریاست  له لوري د هلمند عمومي حوزوي ریاست او د هغه تر چتر لاندې ریاستونو لپاره د وړتیا لوړونې په موخه په لاره اچول شوې ده.

په دغه شپږ ورځنۍ ښوونیزه برنامه کې د متخصصینو له لوري ګډونوالو ته د اوبو چارو د تنظیم اړوندو قوانینو، کړنلارو او د اوبو د مصرف کوونکو سکتورونو لپاره د اوبو د تخصیص د ورکړې او له دغه ورکړل شوې تخصیص څخه د څارنې د لارو چارو په هکله اړین معلومات وړاندې کيږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu