د هلمند سیندیزې حوزې لوی ریاست مسؤلینو د کمال خان بند لاندینۍ برخه کې د پاورهاوس او River outlet د اوبو د مسیر تخنیکي سروې ترسره کړه
د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئيس ښاغلي قاري عبدالهادي هادي او ور سره مل د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کمال خان بند لاندینۍ برخه کې د پاورهاوس د اوبو ایستلو د مسیر تخنیکي سروې ترسره او په یاد بند بېلابېلو برخو کې د پروژو چارو د روان بهیر څخه څارنه وکړه.
