د هلمند سیندیزې حوزې لوی ریاست د اوبو د ښه  تنظیم او د رسمي کارونو د انسجام او همغږي په هکله ناسته ترسره کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۱:۵
1

دا غونډه د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئیس ښاغلي قاري عبدالهادي" هادي"، د دې ریاست کارکوونکو ، د هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي محمد یعقوب "قایم" او د یاد ریاست کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئیس ښاغلي قاري عبدالهادي "هادي" په ژوند کې د اوبو پر اهمیت او د کارونو د منظموالي  او همغږي په اړه خبرې و کړي او زیاته یې کړه، په ټولیز ډول ژوند په اوبو پوري تړلی او انسان د اوبو پرته ژوند نشي کولای، له همدي کبله باید د اوبو مدیریت ته ځانګړي پاملرنه وکړو.

د هلمند سیندیزې حوزې لوی رئيس په دغه ناسته کې وویل"د هیواد ځان بسیاینې او پرمختګ کې اوبه او انرژي اساسي اهمیت لري او په دي باور لرم چې د فقر او تړاو څخه د افغانستان د خلاصون لاره د انرژي تولید او د اوبو سرچینو غوره مدیریت دی او په هیواد کې د انرژي د تولید او پراختیا او د اوبو د سرچینو مدیریت خپل ایماني او ملي مسئولیت ګڼم."

په ورته وخت کې، د هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي محمد یعقوب" قایم" په دغه ناسته کې د اوبو د مدیریت په برخه کې خبرې و کړي او زیاته یې کړه، چې د اوبو په غوره مدیریت کې په ښه توګه خپله ایماني او وجداني مسؤلیت ترسره کوم.

د دې ناستې په پای کې، د هلمند سیندیزې حوزې لوی ریاست د مالي او اداري آمر محمد صابر هاشمي د اداري چارو د منظموالي او انسجام په هکله خبرې و کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu