د هریرود مرغاب عمومي سیندیزې حوزې او د لاندني هریرودسیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته د اوبو او انرژي وزارت د برنامو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۴۴
1

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د اوبو د تاسیساتو او شبکو د حفظ او مراقبت او ګټې اخیستنې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشري لاندې چې په ترکیب کې یې اداري رئيس محترم مفتي حکمت الله جمال او د املاکو او ملکیتونو کارپوه شامل دي، د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې د رئيس محترم سید عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې د رئيس او د نوموړو ریاستونو د آمرینو او سلاکارانو سره وکتل.

ښاغلي حقپال په دغه لیدنه کې د نوموړو حوزو کارمندانو ته د اوبو او انرژي وزارت د برنامو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پراختیایي برنامو په ترسره کولو کې دقیق او پر وخت اجراآت ترسره کړي.

په ورته مهال، د نوموړو ریاستونو کارمندانو هم د دغه وزارت پلاوي ته د وزارت د پراختیایي برنامو د پلي کولو په برخه کې کې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu