د هرات ولایت د څلورم نمبر قول اردو د کورنیو بلاکونو د ملکیت د برخلیک د وروستي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۶:۱۶
1

دغه ناسته د  اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ ﻫ ق کال د پنځمې ګڼې مصوبې د دوولسم بند د پرېکړې د پلي کولو په موخه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال محترم مولوي قدرت الله جمال، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت معین محترم مولوي روح الله احمدي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پلان او پالیسي رئيس محترم مولوي روح الله شهاب او د دفاع وزارت د ملکیتونو او ودانیزو چارو مرستیال محترم مولوي حمدالله منصوري په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هرات ولایت د څلورم نمبر قول اردو د کورنیو بلاکونو د ملکیت د څېړنې لپاره د ټاکل شوي پلاوي راپور تر مطالعې او ارزونې لاندې ونیول شو او د نوموړي موضوع په هکله یې خپل اند د افغانستان د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu