د نیمروز ولایت د لښکري اوبو کانال د ویالې د اوبو ګټه اخیستونکي ټولنې غړو د لاندني هلمند زرنج سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۶:۳۴
1

د لاندني هلمند زرنج سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي سید محمد ولی آغا د لښکري اوبو کانال د ویالې د اوبو ګټه اخیستونکي ټولنې ‌له غړو سره لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې، د اوبو د ګټه اخیستونکي ټولنې غړو د یادې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس څخه د کمال خان بند د پاتې چارو د بشپړیدو، د لښکري کانال د ویالې د لایروبي لپاره د لازمو تدابیرو او د اوبو په برخه کې ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

د لاندني هلمند زرنج سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو ګټه اخیستونکي ټولنې غړو د ستونزو او وړاندیزونو تر آورېدو وروسته، له دوی سره د شته امکاناتو او د ا.ا.ا د تګلارو په پام کې نیولو سره د ستونزو د هوارولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu