د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس په نرخ ولسوالي کې د هایدرومترولوژيکي سټیشن څخه لیدنه وکړه
دمیدان ښار سیندیزې حوزې رئیس انجنیر محمد اسماعیل عمار او د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالی کې واقع د هایدرومترولوژیکي سټیشن څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم دسـټیشنونو په اهمیت خبرې وکړې او د ویجاړ شویو سټیشنونو دبیا جوړولو لپاره یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
