د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالي کې د برېښنا د تولید بند د  فابریکې پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۵:۳۴
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د میدان وردګ والي محترم قاري بختیار معاذ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس محترم مولوي محمد حنیف حمزه، د افغانستان د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسؤلینو او د چک ولسوالي د مشرانو په ګډون یې چارې نن پرانیستل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال د هغې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

په ورته مهال، د میدان وردګ والي هم د دغې پروژې پلې کول د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي د خلکو لپاره یوه ارښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

همدغه راز، د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني هم د برېښنا ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین په هېواد کې د برېښنا د تولید پراختیا ته ژمن دي او په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

د یادونې وړده، چې اوسمهال د دغې پروژې لپاره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري ۱۶۴ میلیونه افغانۍ بودجه منظوره شوې ده او په راتلونکي کې به ۲۵۰ میلیونه افغانۍ بودجه نوره هم ورته منظوره شي.

د دغې پروژې پلي کول چې ۱۸ میاشتې وخت به واخلي،  د چک- وردګ د برېښنا د تولید بند فابریکه به د 3.9 مېګاواټه برېښنا په ټولېزه وړتیا فعاله او همدارنګه په چک ولسوالي کې به د سب سټیشن جوړول او د برېښنا د لېږد مزي پروژه هم پلي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu