د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالي لومړۍ حصه کې د اوبو رسونې شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۵
1

د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالي لومړۍ حصه د دامن خلک په کلي کې د اوبو رسونې شبکې چارې د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د نبي اکرم (ص) خیریه بنسټ له لوري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې شبکې د ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم، د بهسودو ولسوالي استازي، د نوموړي خیریه بنسټ غړو او د سیمې مشرانو ګډون کړی وو، ښاغلي حلیم د غونډې ګډونوالو ته یادونه وکړه چې نوموړې پروژه د خلکو اساسي غوښتنه وه او د نبي اکرم (ص) خیریه بنسټ له غړو څخه یې مننه وکړه او له ځایي اوسېدونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د نوموړې پروژې څخه په پوره جدیت سره ساتنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu