د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند نهر سراج کانال په اړه

mew-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۹:۷
78

جمهوررئیس: مالیې وزارت دې د راتلونکي کال بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډې کې د کجکي بند د دویم فاز پروژې د ارزونې په اړه نن له غرمې مخکې په ارګ کې بحث وشو.

په دغه غونډه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس خان محمد تکل د کجکي بند د دویم فاز پروژې د وضعیت راپور وړاندې کړ وې ویل"تر اوسه د دې پروژې شل سلنه عملي او د تفصیلي پروژې د ډيزاین ۶۵ سلنه چارې ترسره شوي."

جمهوررئیس د هغوئ د نظریاتو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې یو بې طرفه پلاوی دې د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز پروژې د تخنیکي ډیزاین ارزونه وکړي، همداراز د جمهوري ریاست عالي مقام ارشد مشاوریت ته یې دنده وسپارله چې په دې برخه کې د اسنادو سوابقو ته په پام د نړیوال بانک د شرایطو په اړه له بین المللي سلاکارانو څخه هم مشوره واخلي او راپور یې د اقتصادي عالي شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز جمهوررئیس د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره موظفه کړه چې د موسی قلعه او د هلمند د نهرسراج کانال په اړه خپل بنسټیز مطالعات ترسره او مالیې وزارت دې له دې ادارې سره په همغږۍ د راتلونکي کال په بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند ولایت نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu