د ملګرو ملتونو د پروژو د چوپړونو د اداري له تخنیکي ټیم سره په کاپیسا ولایت کې د سولر پمپ پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وشوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۱
1

د کاپیسا د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش له محترم صدیق الله او د نوموړي دفتر له تخنیکي ټیم سره وکتل او د نجراب او تګاب ولسوالیو په سورپل، صیاد، ناګمان او د دغه ولایت د مرکز اړوند د سولانک په سیمو کې د سولر پمپ پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.

همدارنګه په دغه لیدنه کې، په کاپیسا ولایت کې د اوبو پروژو  د اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي مطالعې او سروې په هکله هم خبرې، اترې وشوې.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو چې د کاپیسا د سیندیزې فرعي حوزې د کارمندانو د وړتیا لوړو په موخه کاپیسا ولایت ته سفر کړی، د نوموړې حوزې له انجنیرانو سره د حمامونو، هوټلونو او موټر وینځلو ځایونو څخه د هغوی له لوري د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي له بهیر څخه څارنه وکړه او هغوی ته یې د خپلو فعالیتونو د قانوني کېدو او د اسنادو د طی مراحلو د څرنګوالي په هکله اړینه لارښوونه وشوه.

په ورته مهال، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم انجنیر کاوه خروش او ور سره مل ټیم تګاب ولسوالي ته د ساحوي مدیریت د کړنو د ارزولو، څارنې او ستونزو ته د رسیدګي په موخه سفر وکړ او د نوموړې ولسوالي له ولسوال محترم مولوي مرتضی خالد او مرستیال سره یې وکتل او د ساحوی دفتر چارو ته د رسیدګي په موخه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه ښاغلي خروش د شاه طوري کلي د کانال د سربند د لېږد له بهیر څخه له پورتني ځای څخه د سټیشن کښتني برخې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu