د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو سره د زابل ولایت د توري بند پروژې په هکله تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۷:۵
1

یاده ناسته چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په شتون کې ترسره شوه د اوبو او انرژي وزارت او ملي پراختیا شرکت تخنیکي مسؤلینو په زابل ولایت کې د توري بند پروژې د پلي کیدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د غونډې په دوام کې، د دواړو لورو تخنیکي مسؤلینو د کاري ژمنتیا، د پروژې د کار پر چټکتیا او د چارو پرمخ وړلو لپاره پر لا زیاتې همغږي باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت او ملي پراختیا شرکت تخنیکي مسؤلینو په دې ناسته کې هوکړه وکړه، چې ډېر ژر په ګډه یو تخنیکي ټيم دې ساحه له نږدې څخه وڅېړي او خپل راپور دې د یوه پرزنتیشن په ترڅ کې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu