د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه د څه باندې 11 میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۴:۱۲
1

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر ولایت والي محترم مولوي ضیاءالرحمن مدني، د اسلامي امارت لوړپوړو مسئولینو، قومي مشرانو او د لوګر ولایت د ګڼ شمیر اوسیدونکو په شتون کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د نوموړې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت مشران په پوره ژمنتیا او د مسئولیت پذیري له احساس سره شپه او ورځ هڅه کوي ترڅو له ولس سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

په ورته مهال، د لوګر ولایت والي محترم مولوي ضیاءالرحمن مدني په دغو مراسمو کې د سرخاب بند د ارزښت په هکله خبرې وکړې او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د نوموړي بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد اسماعیل آخندزاده او د یاد ولایت یو شمیر قومي مشرانو په لوګر ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د روانو پروژو په هکله په لنډه توګه خبرې وکړې او د یاد وزارت کړنې یې وستایلې.

د یادونې وړ ده، چې د سرخاب ذخیروي بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې موقعیت لري، چې د 25 مترو په لوړوالي او 135 مترو په اوږدوالي سره د 9 میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره (3000) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu