د لوګر ولایت د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۸
1

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د آب‌پران په سیمه کې د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي او کرنیزه سروې ترسره کړه.

د نوموړي ذخیروي بند د سروې پر مهال چې د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده هم شتون در لود، د دغه بند په هکله يې له قومي مشرانو سره خبرې، اترې وکړې او زیاته یې کړه، چې د آب‌پران بند په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د نوموړې سیمې ډېرو اوسېدونکو ته به د برېښنا رسولو زمینه هم چمتو شي.

همدانګه، د نوموړې سیمې قومي مشرانو او مخورو د اوبو او انرژي وزارت او په ځانګړې توګه د لوګر د اوبو او انرژي ریاست کړنې وستایلې او د نوموړې پروژې د پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu