د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د DRC موسسې له مسؤل سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
1

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي حاجي عمرا خان صدیقي د DRC موسسې د لوګر ولایت له عمومي مسؤل ښاغلي انجنیرحيات الله احمدي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د لوګر ولایت سیندیزې حوزې رئیس د اوبو چارو د تنظیمولو په برخه کې خبرې وکړي او د یادي موسسې له مسؤل څخه یې و غوښتل چې د اوبو چارو د تنظیمولو او مهارولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

 په ورته وخت کې،  د DRC موسسې د لوګر ولایت عمومي مسؤل د لوګر سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره  د اوبو چارو د تنظیمولو او مهارولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu