د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د څرخ له ولسوال سره وکتل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت د څرخ له ولسوال ښاغلي مولوي رفیع الله محمدي سره وکتل.
په یاده ناسته کې ښاغلي محمدي د یادې ولسوالي د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د لوګر سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریک کړل.
په ورته مهال، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یادې ولسوالي له ولسوال سره د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې د شته امکاناتو او بودجې په پام کې نیولو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
همدغه راز، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم چې څو ورځې وړاندې په محمد آغې ولسوالي کې د اوبو د تاسیساتو د غوره مدیریت په موخه د استنادي دیوالونو، سربندونو او چکډمونو د جوړولو په پار سروې پيل کړې، په ښه توګه پرمخ روانه ده.
