د لغمان ولایت د شاهي کانال چارې ۱۱ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۵:۱۰
کانال شاهی

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د شاهي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري. دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري او کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي چې اوسمهال یې چارې11سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او  ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ  برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu