د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه بشپړه او پرانیستل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۸:۴۸
1

یاده پروژه د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د اوبو تاسیساتو د انجنیري خدمتونو عمومي رئيس محترم انجنیر عبدالغفور عمري، د انرژي خدمتونو عمومي رئيس محترم ډاکټر محمد عابد انورزی، د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ولي محمد تائب، د پغمان ولسوالي د ولسوال مرستیال محترم مولوي محمد یعقوب حقاني، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست او د اوبو او انرژي وزارت  او یو شمېر رئيسانو او مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادې برنامې په پيل کې د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د دې پروژې پرانیسته یې د اوبو د مدیریت او د اوبه ییزو تاسیساتو په  برخه کې  یو ارزښتناک ګام و باله.

د پروګرام په دوام کې، د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال د دې پروژې په پرانیست غونډه کې  د کابل ښار  د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د وضعیت په هکله خبرې وکړې او د یادې پروژې موخو او ارزښت ته د اشارې ترڅنګ، د دې پروژې پلې کول یې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه یاده کړه.

همدارنګه د پغمان ولسوالي د ولسوال مرستیال محترم مولوي محمد یعقوب حقاني د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په هکله لنډه اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې د افغانستان خلک به په راتلونکي کې په هره برخه کې  د اسلامي امارت د لازیاتو لاسته راوړنو شاهدان و اوسي.

په پای کې د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست د خلکو ترمنځ د یووالي د ارزښت او د خلکو او حکومت تر منځ همکاري ته په لنډه توګه اشاره وکړه او په دعا کولو سره یې دغه برنامه پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu