د فراه ولایت مقام کې د انرژي د سپما، ساتنې او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۴۵
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معينيت، د پایدارې انرژي عمومى رياست د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې رياست تخنيکى ټيم هر یو انجنیر عبد الله موسی زی، انجنیر شیر زمان کریمي، انجنیر عبد الله حسیني او انجنیر صدیق الله ځلاند د فراه ولایت مقام او د فراه ولایت د اوبو او انرژی ریاست څخه لیدنه وکړه.

د دغې لېدنې پرمهال،  د فراه ولایت مقام او د اوبو او انرژي ریاست کارمندانو ته د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره، او همدارنګه د  فراه ولایت مقام پر بام باندې د لمريزې برېښنا انرژي او د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې د امکان سنجي مطالعاتو  سروې او ارزونه ترسره شوه.

‎‎په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د فراه ولایت مقام او د اوبو او انرژي رياست له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر عبدالله موسى زى، د انرژي د ساتنې آمر او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي اغېزمنتیا اقتصادي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو / امارتي اداراتو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu