د فراه ولایت د بخش اباد د بند پروژې د کار چټکتيا په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۲۱:۲۸
123

د زمري 27 مه د دوشنبې ورځ، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل په رهبرۍ چې د دغه ادارې تخنیکي مرستيال انجینر احمد ویس بصیري، په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د خلکو استازو،عبدالنصیر فراهي او عبدالغفار ارمان، همایون شهید زاده او د قراردادي شرکت مسؤلینو شتون درلود د فراه ولایت د بخش اباد د بند د پروژې د کار چټکتيا په موخه د همغږۍ جلسه تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د بخش اباد بند پروژې د عملي کار په جریان او د هغه په چټکتيا خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس د پروژې د ارزښت د يادولو تر څنګ د قراردادي شرکت مسؤلینو څخه وغوښتل چې خپل کاري پلان دې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري او د فراه ولایت د خلکو استازو سره شریک کړي او په سیمه کې دې د پروژې چارې چټکې کړي تر څو د څو مياشتو ځنډيدلي مودی کار جبران شي او بند په ټاکلې موده کې ګټې اخیستنې ته وه سپارل شي.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د خلکو استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د بخش اباد د بند ددپروژې د عملي چارو په چټکتیا کې هر ډول مرستې ته ژمن دي.

د بخش اباد د اوبو لګولو او بریښنا بند د 27 مېګاواټه بريښنا د تولید ارزښت، د 1364 میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو او د 68 زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو ارزښت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu