د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د چارو د څېړلو او د هغه د چارو د بیا ځلې پیلولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۷:۴۴
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اقتصاد وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري، د ماليې او کرهڼې وزارتونو د استازو، د قراردادي شرکت د استازو او د فراه ولایت د یو شمېر مشرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې د پروژې مالي ستونزې د افغانستان اسلامی امارت د اقتصادي کمیسیون او مالیې وزارت په همکاري سره هواره شوې او ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به دهغې د بیاځلې کار پيل شي.

په ورته مهال، د فراه ولایت مشرانو د پروژې د چارو په ترسره کولو کې د هر راز همکاري چمتووالی وښود او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام او د قراردادي شرکت له استازي څخه وغوښتل چې ډېر ژر دې د هغه کار پيل کړي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ۱۹/۲/۱۴۴۳ نېټې د ۴۰  ګڼې مصوبې پر بنسټ د اوبو او انرژي، کرهڼې، اقتصاد، مالېې او کلو پراختیا وزارتونو ګډ پلاوی د اوبو او نرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په مشري، فراه ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې چارې له نږې څخه تر څېړنې لاندې ونیولې او د پروژې د ستونزو د هوارولو په موخه یې خپل راپور د افغانستان اسلامي امارت له کابینې سره شریک کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu