د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د مالي ستونزو د هوارولو په پار  " د بخش آباد خلکو" د بانکي حساب د جوړولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۵:۵۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین او کفیل ښاغلي مولوي حیات الله مهاجر، د اوبو او انرژي وزارت رئیسانو او مسئولینو، د مالیې وزارت، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او د افغانستان بانک د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د یاد بانکي حساب د جوړولو د میکانیزم د نهایي کولو، د هغه د اړوندو چارو د اجرا او د پیسو د راټولولو لپاره د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پلي کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې ارزښت او د هغه ولایت دخلکو اړینه اړتیا د اوبو مدیریت ته د دې لامل شو چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې پروژې پاتې چارې چې د بند د آبګردان تونلونو کېندنه پکې شامله ده په لومړیتوب کې ونیسي او د ۶ لکه ډالرو انوایس په فوق العاده ډول منظور کړي، همدارنګه د پروژې د نورو مالي ستونزو د هوارولو لپاره یاد بانکي حساب رامنځته کول تنظیم کړي، ترڅو خلک هم وکولای شي د بخش آباد بند په پروژه کې د ګډون له لارې په یوه ډاډمنې او دوامداره سرچینې باندې پانګونه وکړي.

په ورته مهال، د فراه ولایت سپین ږیرو، سوداګرو او مشرانو د یاد بانکي حساب د جوړلو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې  د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د بخش آباد بند پروژه  د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده،  چې د موسمي سیلابونو د کنترول، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید په موخه په لاره اچول شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu