د غور ولایت په چهارسدې ولسوالي کې د قلعه ګهر خازه چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۳۱
1

د غور ولایت په چهارسدې ولسوالي کې د قلعه ګهر خازه چکډم د جوړولو چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د غور سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري بشپړې شوي، د ګهر ولسوالي مسؤولینو، د نوموړې سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم او سیمه اییزو مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی چکډم د سېلابونو د کنټرول او د هغه د خطرونو کموالي، د موسمي اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د تقویې په موخه جوړ شوی، چې د ۵۰۰۰ مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او د هغه په جوړولو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او  څه د پاسه ۵۰۰ کورنۍ به له هغه څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu