د غور ولایت د زیربنا سکتور او طبیعي سرچینو د کمېټې په غونډه کې د غونډو د ارزښت او د سکتور د غړو ادارو ترمنځ د همغږي په هکله خبرې وشوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۴
1

دغه ناسته د غور د سیندیزې فرعي حوزې او د غور ولایت د زیربنا سکتور او طبیعي سرچینو د کمېټې د رئيس محترم الحاج ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ښاروالي، کانونو، مخابراتو، چاپېریال ساتنې، ښارجوړونې، ټولګټو، هوایي ډګر او برېښنا د رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي اماني د غونډو د ارزښت او د زیربنا سکتور د غړو ادارو ترمنځ د همغږي په هکله خبرې وکړې او همدارنګه د سکتور د غړو ادارو د یو میاشتني کړنو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په ورته مهال، په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د زیربنا سکتور غړې ادارې دې خپلو یو میاشتني کړنو او ستونزو راپورونه چمتو او د توحید په موخه دې د غور سیندیزې فرعي حوزې ته وسپاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu