د غزني ولایت د سلطان بند د مطالعاتو او ډیزاین پروژې په اړه د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۸:۵۰
253

د غزني ولایت د سلطان بند د مطالعاتو او ډیزاین پروژې په اړه د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

دغه ناسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ د دې ادارې مسؤلینو او د EKASU او GOLF EXTREME کمپنیو د استازو په ګډون تر سره شوه.

په یاده جلسه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او یادو کمپنیو انجنیرانو خپل سیمیز راپورونه وړاندې کړل چې پکې د بند د مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین په اړه ترسره شوي فعالیتونه تر بیا کتنې لاندې ونیول شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د ترسره شویو فعالیتونو په اړه د مسؤلینو راپورونه وکتل چې د چارو د ښه والي او پاتې کارونو د ګړندیتوب په موخه يې لازم هدایت ورکړل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu