د غزني ولایت د سردې بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې د نږدې ۱۳ نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۹
1

د غزني ولایت د سردې بند د ساتنې او څارنې د پروژې چارې د ۱۳ میلیونه ۴۷۴ زره او ۶۰۹ اعشاریه ۸۱ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د ۷۲۳ متره په اوږدوالي او د ۶ متره په پلنوالي د یوه سړک د جوړولو او د بند د ساتونکو لپاره یوه ودانۍ شامله ده.

د دغې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني ولایت د ولاړو اوبو د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې پرمخ وړل کېدې او چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

بیرته تګ

User account menu