د عزیزي ګروپ د شرکت له استازو سره د پانګونې لپاره د انرژي پروژو د پېژندلو په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۳۶
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئیس مولوي رحمت ولي رحماني په مشرۍ د اوبو او انرژي وزارت د انرژی سکتور تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي ګروپ شرکت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي ګروپ شرکت تر منځ د همکاري د هوکړې تنظیم، د انرژي پروژو د پېژندلو او لومړیتوبونو او همدارنګه د انرژي په برخه کې د دغه شرکت د پانګونې د چارو پرمخ وړلو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دغې ناستې په بهیر کې دواړو خواوو د اړینو بحثونو او د اندونو تبادلې څخه وروسته، د همکاري هوکړه لیک متن په بشپړ توافق سره نهايي شو تر څو په نږدې راتلونکي کې د اوبو او انرژي وزارت د لوړ پوړو مقاماتو او د عزیزي ګروپ شرکت د رهبري پلاوي ترمنځ لاسلیک شي.

همدارنګه د دغې ناستې په بهیر کې دواړو خواوو د پروژو د انتخابولو او پلي کولو په تړاو د خپلو برنامو په هکله اړین توضېحات وړاندې کړل او د انرژي پروژو پلي کولو د چټکتیا لپاره یې پر ګډې همکاري ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې، د عزیزي ګروپ شرکت استازو د همغږۍ په یوه ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت له یو شمېر رئیسانو سره په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا په تولید کې د پانګونې لپاره خپلې اوږدمهاله برنامې تشرېح کړې، چې د اوبو او انرژي وزارت هم ددغه ګام په ستایلو سره، د دغو پروژو د تحقق په موخه د هر ډول اړینو همکاريو او اسانتیاوو لپاره خپل بشپړ تیاری اعلان کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu