د شمال سیندیزې عمومی حوزې رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۰:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د لزوم دید او د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم پر بنسټ، محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د شمال سیندیزې عمومي حوزې د رئيس په توګه وټاکل شو او  د یوې غونډې په ترڅ کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

په دغه غونډه کې، د شمال سیندیزې عمومي حوزې پخواني رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د دغې حوزې نوې رئيس ته د مبارکي ترڅنګ، په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه.

د غونډې په دوام کې، د شمال سیندیزې عمومي حوزې نوي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی په خپلو خبرو کې د کارمندانو ترمنځ د چارو په پرمخ وړلو کې پر یووالي او صداقت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ورسپارل شوې دنده به په بشپړ صداقت او اخلاص سره پرمخ یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu