د شمال سیندیزې عمومي حوزې د انرژي کمیټې دوهمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۳:۲۴
1

د شمال سیندیزې عمومي حوزې د انرژي کمیټې دوهمه ناسته د بلخ ولایت مقام د مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس تر مشرۍ لاندي د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس، د زراعت رئیس او یو شمېر نورو سیمه یېزو مسئولینو په ګډون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د بلخ ولایت لرې پرتو سیمو ته د تجدید وړ سرچینو څخه د انرژي چمتو کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادولو وړ ده چې د بلخ ولایت د انرژي کمیټې د جوړېدو موخه، د انرژي سکتور د فعالیتونو انسجام او د تجدید وړ سرچینو څخه د بلخ ولایت لرې پرتو سیمو ته د انرژي چمتو کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu