د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي په سمنګان ولایت کې د څلورو پروژو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۹:۲۷
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي د سمنګان ولایت په خلم ولسوالي کې د ختیځي او لویدیځي دریاخانې پروژې څخه لیدنه وکړه او همدارنګه د دالان کانال، ایبک او آزاد قریه دار پروژو د چارو له بهیر څخه هم څارنه ترسره کړه.

د یادو پروژو چارې د آلمان هېواد په مالي ملاتړ د شمال سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د خلم- ایبک سیندیزې حوزې له رئیس سره هم وکتل او د پروژو د چارو د څرنګوالي د پلي کولو په هکله یې بحث او دنظر تبادله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu