د سلما بند د اوبو د اغیزمن مدیریت او عادلانه وېش په اړه د اړوندو مسؤلینو د ستاینې مراسم ترسره شول

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۶:۳۷
1

د ۱۴۰۱ لمریز کال په پسرلي کې د سلما بند د اوبو د اغیزمن مدیریت او عادلانه وېش په اړه د اړوندو مسؤلینو د ستاینې مراسم د هرات والي ښاغلي مولانا نوراحمد اسلام جار، د هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل، د هریرود-مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د ولسوالیو د استازو، د هرات ولایت د اوبو ګټه اخیستونکو د ټولنې رئيسانو او د علما کرامو په ګډون ترسره شو.

په دغه ناسته کې، د اوبو د ارزښت، د اوبو څخه اغیزمنه استفاده، د اوبو د ضایعاتو څخه مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو څخه ساتنه، د سلما بند په مسیر کې د ولسوالیو همکاري او د اوبو ګټه اخیستونکو د اړوندو ادارو سره خبرې وشوې.

د دې پروګرام په پای کې، د هرات له والي ښاغلي مولانا نوراحمد اسلام جار، د هریرود-مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي سردار ولي مزمل، د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې د اوبو د تنظیم آمر ښاغلي انجنیر جلیل احمد محمدي څخه ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu