د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۵:۵۲
1

د تېرو ناستو په دوام کې دا ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د کلیو پراختیا وزارت معین محترم مفتي سید احمد مستقیم، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د تدارکاتو ملي ادارې مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د تخنیکي ټیم په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د کلیو پراختیا وزارت پورې اړوند اووه پروژې تر څېړنې لاندې ونیول شوي او په هکله یې اړین بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادو قراردادونو تر څېړنې وروسته، اړین تصمیمونه ونیول شول،چې د ناستې د غړو له وړاندیزونو سره یوځای د یاد پلاوي په عمومي راپور کې شامل او د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمېسیون سره شریک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu