د سترو قراردادونو د څېړنې د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۸:۵۲
1

د سترو قراردادونو د څېړلو د تېرو ناستو په دوام، یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس آخندزاده، د اقتصاد، مالیې، ټولګټو وزارتونو دمعینانو او تدارکاتو ملي ادارې د استازي په ګدون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پنجشیر د پرنده اوبو د کوچني بند پروژې، د کندهار ولایت په ارغستان کې د لورې بند د پروژې د امکان سنجي مطالعاتو د پروژې قرارداد او یو شمېر نور ستر قراردادونه تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیول شول.

د ناستې په بهبر کې د څېړونکي پلاوي غړو د یادو قراردادونو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه او د اړینو څېړنو له ترسره کولو وروسته، خپل وړاندیزونه د قراردادونو د عمومي څېړنې په راپور کې شامل کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu