د دوو بهرنیو، الهلال الذهبي او المفتاح الدوبي شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې او بادي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۳۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل. په دغه ناسته کې د نوموړو شرکتونو مسؤلینو وویل، چې په افغانستان کې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میګاواټه په وړتیا د لمریزې او بادي برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د پانګونې او د چارو د څرنګوالي په موخه پر همغږي باندې ټینګار وکړ. هغه، وویل چې نور اقدامات باید د تخنیکي ارزونې او د دواړو لورو ترمنځ د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پيل شي.

همدارنګه، ښاغلي منصور د همغږیو او عملي اقداماتو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu