د دعوت و ارشاد ریاست له خوا " داسلام او سیاست" تر سرلیک لاندې تربیتي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دعوت و ارشاد ریاست د رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف تر مشري لاندې د اداري، کنټرل کیفیت او معلوماتي ټکنالوژي ریاستونو د کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په دغه پروګرام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت و ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف د اسلام او سیاست په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې دین او سیاست سره بیل نه بلکې د یو بل لازم او ملزوم دي او د اسلام سپیڅلی دین یې په دنیا او آخرت کې د انسانانو د بریالیتوب یواځني لاره و بلله.
د دعوت و ارشاد رئيس د دې ناستې د ترسره کولو موخه د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو د دیني معلوماتو لوړول و بلل او زیاته یې کړه،چې د اسلام سپیڅلی دین د هرې ستونزې د هوارولو لپاره د حل لاره لري او د اسلام سپیڅلي دین باندې په تکیه کولو سره کولای شو چې د ژوند ټولې ستونزې هوارې کړو.
په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت د اداري ریاست رئیس ښاغلي مولوي حمیدالله دلاور په دغه تربیتي ناسته کې په اسلام کې د حلال او حرام او قصاص په هکله خبرې و کړې او دعوت و ارشاد یې د هر مسلمان دنده وبلله او زیاته یې کړه، هر کله چې مسلمان د منکراتو سره مخامخ شي باید د هغه څخه مخنیوی و کړي.
ښاغلي دلاور د مسلمانانو ترمنځ پر یوالي باندې ټنیګار وکړ او ویې ویل چې مسلمانان دې سمتي، ژبني او قومي مسایلو ته لمن و نه وهي.هغه دې مسایلو ته لمن وهل د اسلام د دښمنانو کار و باله.
د یادولو وړ ده، چې دا پروګرام په دوامداره توګه د اوبو او انرژي وزارت کې د دې وزارت د کارکوونکو د دیني معلوماتو د لوړولو لپاره ترسره کیږي.
