د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي او روزنیز پروګرام د توبې د اهمیت په هکله ترسره شو
یاد پروګرام د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف او د وزارت د یو شمېر کارمندانو په شتون کې ترسره شو.
په یاد پروګرام کې، د دعوت او ارشاد رئيس د توبې د اهمیت، ارکانو او شرایطو په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټول کارمندان یې وهڅول چې د تېرو ګناهونو څخه توبه وکړې. هغه زیاته کړه، هغه کسان چې د خپلو تېرو ګناهونو څخه توبه کوي، که چېري د خدای(ج) له لوري د دوی توبه د قبلیدو وړ وګرځي؛ لکه هغه کسان دي چې ګناه یې نه وي کړي.
هغه ټینګار وکړ چې توبه په حقیقت کې له نافرماني څخه د اطاعت لوري ته ګرځېدل دي او تر هغه چې د توبې دروازه خلاصه ده، باید د خداي(ج) څخه د خپلو تېرو ګناهونو څخه معافي وغواړو چې زمونږ تېر ګناهونه و بخښي.
