د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار د شیخ القرآن و الحدیث محترم الحاج محب الله آخندزاده په ګډون ترسره شو

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۶:۱۹
۱

دغه سمینار چې د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو، پکې د اوبو او انرژي وزارت رئيسانو او ټولو کارمندانو  ګډون درلود.

په دغه سمینار کې، شیخ القرآن و الحدیث محترم الحاج محب الله آخندزاده د انسانانو په ژوند کې د ښوونې او روزنې د بنسټیز ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ښوونه او روزنه هغه وخت ارزښت لري چې د قرآن کریم د لارښوونو او د پیغمبر(ص) د سنتو پر بنسټ وي.

ښاغلي آخندزاده په خپلو خبرو کې د تاریخي بېلګو په وړاندې کولو سره روښانه کړه، چې ښوونه او روزنه د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو پر بنسټ د انسانانو د ژوند ټول اړخونه رانغاړي او د خدای(ج) د رحمت د نازلېدو لامل ګرځي.

هغه همدارنګه په دغه سمینار کې ټول کارمندان د اسلامي ارزښتونو مراعاتولو ته را وبلل اوټینګار یې وکړ، چې د بشر دنیوي او اخروي بریا یوازې او یوازې د اسلامي زده کړو په عملي کولو سره ترلاسه کېږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu